د الجزیرې د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه کړي . د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویل شوي چې دا خبرې «حساسې» دي او امریکا به رسنیز مذاکرات ترسره نه کړي. په بیان کې همدارنګه ټینګار شوی، چې واشنګټن به له ایران سره هر ډول احتمالي هوکړه یوازې هغه مهال ومني، چې د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي او ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي. د راپور له مخې، امریکا او اسرائیل لا هم ایران تورنوي، چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي؛ خو تهران دا ادعاوې رد کړې او خپل اټومي پروګرام یې سولهییز بللی دی.






