د المان حکومت تېره شپه د افغان کډوالو یوه بله چارټر الوتکه کابل ته راستولې ده. المانۍ شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه هېواد د افغان کډوالو د بېرته استولو تګلاره روانه ساتلې ده. تر دې وړاندې اروپايي کمیسیون ویلي و چې له ا.ا سره د افغان کډوالو د بېرته راستولو په اړه بلجیم کې خبرې کوي او د دې لپاره به یو افغان پلاوی هلته ور و غواړي. د اروپايي هېوادونو په باور دا هغه کډوال دي چې په دغو هېوادونو کې یې جرمونه کړي دي.







