د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې تیره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۴۲۲۹ تنه کډوال، چې ۷۷۲ کورنۍ جوړوي، په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د بېلابېلو سرحدي دروازو له لارې هېواد ته داخل شوي او د اړوندو ادارو لهخوا ثبت او بایومېټریک شوي، او لومړني خدمات هم ورته وړاندې شوي دي. راپور زیاتوي چې تر ټولو ډېر کډوال د ننګرهار د تورخم له لارې راستانه شوي، چې شمېر یې ۶۷۶ کورنیو ته رسېږي او ټولټال ۳۷۴۱ تنه غړي لري. همداراز، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۴۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۱۳ تنه نور کډوال هم هېواد ته راستانه شوي دي.








