د غزني د مرکز په بېلابېلو سیمو کې یې ۲۴ لرغوني اثار موندلي او د غزني موزیم ته یې سپارلي دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، دغه اثار د مرکز اړوند «اسفنده» سیمه کې وروستیو سېلابونو له خاورو را ایستلي. په موندل شویو اثارو کې سفالي توکي او د اوبو د نلونو په بڼه لرغوني اثار شامل دي، سربېره پر دې یو ډبرین لیکلی اثر هم موندل شوی. چارواکي ټینګار کوي چې غزني یو تاریخي ولایت دی او تر دې وړاندې هم ګڼ لرغوني اثار پکې موندل شوي دي.








