ایټالیا له افغانانو، په ځانګړې توګه راستنېدونکو سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همکارۍ د هغوی د ستونزو د حل لپاره کار کوي. د ایټالیا سفارت په وینا، دغه هېواد لا هم د راستنېدونکو د ملاتړ پروګرامونه مخته وړي. بلخوا، ای او ایم ویلي چې د ایټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې (AICS) په ملاتړ یې د جرابو یوه کارخونه په لمریزې برېښنا سمبال کړې، چې شاوخوا ۱۵ راستنېدونکي پکې په کار بوخت دي. د دې پروژې له لارې کارګرو ته د ثابت عاید زمینه برابره شوې او د هغوی د ژوند وضعیت ښه شوی دی.








