د هرات ولایتي چارواکي وایي، چې روزنک بندر کې د نفتو د زېرمه کولو لس ټانکرونه نصب او ځای پر ځای شوي دي. دغه ټانکرونه د دولتي نفت او ګاز شرکت له لوري د ۸۴۰ ټنه ټولیز ظرفیت سره او د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. د چارواکو په خبره، په راتلونکي کې به د دې زېرمو ظرفیت تر پنځه زره ټنو ورسیږي.








