د ملګري ملتونه سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان کې د دې سازمان پر سولهساتو ځواکونو وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړي ویلي، چې په دغه برید کې یو فرانسوی وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. ګوټریش زیاته کړې، چې دا په وروستیو اوونیو کې د ملګرو ملتونو پر سولهساتو ځواکونو درېیم برید دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی، چې دا ډول بریدونه د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره ودرول شي. هغه همداراز د اوربند د مراعاتولو غوښتنه کړې او پر ټولو ښکېلو لورو یې غږ کړی، چې نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ته درناوی وکړي.








