اسراییلو د اوربند سربېره، د لبنان په سویل کې په سرحدي سیمو کې د عامو خلکو کورونه په بمونو الوځوي. الجزیرې راپور ورکړی چې اسراییل غواړي په دې سره، دغو سرحدي سیمو ته د بېځایه شویو د ستنېدو مخه ونیسي. ورته مهال حزبالله ویلي چې د دوی جنګیالي به د اوربند د هر ډول سرغړونې په صورت کې- که اسراییل له هوکړې سرغړونه وکړي، چمتو وي.








