رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ پلان شوې ناسته ځکه وځنډول شوه، چې مسکو له اوکراین سره د سملاسي اوربند وړاندیز رد کړی دی. د سپینې ماڼۍ په وینا، دا غونډه به هغه مهال ترسره شي چې روسیه د اوربند لپاره چمتووالی وښيي. اروپایي مشران هم د جګړې د درولو غوښتنه کوي، خو کرملېن وایي، دا مهال د ناستې لپاره مشخصه نېټه نهده ټاکل شوې او د سملاسي اوربند اړتیا نهلیدل کېږي.








