عدلیې وزارت ویلي، چې د شرطې قانون د ا.ا د مشرتابه لخوا له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپور شو. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د شرطې په قانون کې یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې شاملې دي، چې د تطبیق مرجع یې د ا.ا د کورنیو چارو وزارت دی. په یاد قانون کې د امنیت ساتنې، د سرحدونو د امنیت، پر سړک د نقلیه وسایطو د تګ راتګ، د بندیانو، د لرغونو اثارو او ځنګلونو، د ماشومانو د تادیب، د اور لګېدنې د پېښو د مخنیوي، د نشه یي توکو د مخنیوي، د اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي په برخو کې او نور اړوندو برخو کې د شرطې وظیفې مشخصې شوې دي.








