د راپورونو له مخې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس او مېرمن یې په یوه رسمي سفر اسراییل ته تللي دي. په راپورونو کې راغلي، چې نوموړی په غزه کې د اوربند تړون عملي کولو ته د ښکېلو خواوو د هڅونې لپاره اسراییل ته تللی. د راپورونو پر بنسټ دا سفر د هغو هڅو برخه ده، چې د سیمې د کړکېچ د راکمولو او د اوربند د ټینګښت په موخه له اسراییلي لوري سره خبرې وکړي.








