د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر تګلارو د معترضو وګړو لهخوا د امريکا په ټولو ايالتونو کې له ۲۵۰۰ زيات لاريونونه ترسره شوي. د دغو لاريونونو ګډونوالو د هغو کړنو پر ضد خپل غږ اوچت کړی چې پهکې د ټرمپ سياسي مخالفينو ته د جنايي دوسيو جوړول، د کډوالۍ په چارو کې پوځي سختدريځي او ښارونو ته د ملي ګارډ ځواکونو استول شامل دي. د پوليسو د مالوماتو له مخې، يوازې د نيويارک په پنځو سيمو کې له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه. همدارنګه، د باسټن، فيلادلفيا، اټلانتا، ډينور، شيکاګو او سياټل ښارونو کې هم زرګونه کسان راټول شوي وو.








