سپینې ماڼۍ پر خپله رسمي وېبپاڼې د (ډونالډ ټرمپ د سولې او دوامدارې هوساینې اعلامیې) متن خپور کړی، چې د دوشنبې په ورځ د غزې د سولې د غونډې پر مهال د مصر په شرمالشیخ ښار کې لاسلیک شوې ده. په دې اعلامیه کې د سیمې د دیني او سیاسي تنوع ترمنځ د سولې، د افراطیت د لهمنځه وړلو، د مذهبي سولهییز ګډ ژوند او د راتلونکو اختلافونو د ډیپلماتیکو لارو او خبرو اترو له لارې د حل پر ارزښت ټینګار شوی دی. پر دې اعلامیې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لاسلیکونه کړي دي.








