د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د نړۍ له شلو زیاتو هیوادونو مشران نن د دوشنبې په ورځ د مصرپه شرم الشیخ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په موخه پلان شوې ده. د مصر د ولسمشرۍ دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې راغليؤ چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشرعبدالفتاح السیسي به د شرم الشیخ د غونډې چې هغه یې د سولې سرمشریزه بللې، مشري کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغې سرمشریزې موخه، په غزې تړانګه کې د جګړې پای ته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.








