د حما.س او اسراییلو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لومړي پړاو کې، حماس نن (دوشنبه) اووه تنه اسراییلي بندیان خوشې کړل او په غزه کې یې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته وسپارل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ۱۳ نور کسان هم له ۲۸ نورو بندیانو سره یوځای تبادله شي، چې له هغوی څخه ۲۶ تنه مړي دي او د دوو تنو حالت لا څرګند نهدی چې ژوندي دي او که نه. د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې له مخې، اسراییل باید نن د غزې په ناصر روغتون کې ۱۹۶۶ فلسطیني بندیان هم خوشې کړي.








