فرانس پرس خبري آژانس د فلسطیني حماس ډلې د یوه جګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ به د هغو اسراییلي بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل شي چې په غزه کې ساتل کېږي. اسامه حمدان فرانس پرس ته ویلي، چې د لاسلیک شوې موافقې په اساس د بندیانو تبادله له هوکړې سره سم د دوشنبې په ورځ پیلېږي. د موافقې له مخې په لومړي پړاو کې به حماس اسراییلي بندیان د نژدې دوه زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي.








