د حماس لوړ پوړي غړي خلیل الحیه ویلي، چې دوی له امریکا څخه تضمین ترلاسه کړی، چې اسراییلي پوځ به له اوربند وروسته په غزه کې پوځي عملیات نه پیلوي. هغه ویلي، دا ډاډ دومره قوي دی، چې که حماس د سولې د طرحې په دویم پړاو کې هم بې وسلې کېدو ته چمتو نه شي، اسراییل به بیا هم د جګړې اجازه ونه لري. ورته مهال د اسراییلو د کابینې له لوري په غزه کې د اوربند د هوکړې له تصویب وروسته، د غزې تړانګې له ګڼو برخو څخه د اسراییلي ځواکونو شاتګ پیل شوی دی. الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د هوکړه شوې کرښې لور ته شاتګ پیل کړی او دغهراز د غزې له جنوبي سیمو څخه د بېځایه شویو کورنیو خوځښت د یاد ښار شمال ته زیات شوی دی.








