الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې ټاکل شوې اسراییل او حماس، د ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې د غزې جګړې د پایته رسولو د احتمالي هوکړې په موخه غیرې مستقیمې خبرې اترې په مصر کې پیل کړي. د راپور له مخې، د حماس غورځنګ پلاوی مصر ته رسېدلی او نن به له اسراییل سره د اوربند، له غزې د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خوشې کولو په تړاو خبرې پیل کړي.








