اسراييلي رسنیو ویلي، د دغه هېواد پوځ ته امر شوی، چې د غزې د نیولو عملیات ودروي. د اسراييلو د پوځي راډيو ویلي، د دوی عسکرو ته امر شوی، چې نظامي عملیات ډېر محدود کړي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي. د خبر له مخې، دا پرېکړه د شپې ناوخته د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر دوه اړخیزو خبرو وروسته شوې ده.د راپورونو له مخې تمه ده، چې د ټرمپ د پلان په اړه ډېر ژر خبرې پيل شي.








