الجزیرې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې نوې طرحې په اړه خپل دریځ منځګړو ته وړاندې کړی دی. د حماس په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غزې په تړاو له وړاندیز شوې طرحې سره موافق دي او ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) به وسپارل شي. حماس زیاته کړې، چې د ټرمپ په پلان کې د فلسطینیانو د حقونو او د غزې د راتلونکي په تړاو ځای شوي موارد د دوی له ملي دریځ سره برابر دي، خو ټینګار یې کړی چې باید په دې اړه د یوې ګډې فلسطینۍ اجماع په رڼا کې پرېکړه وشي. بل لور ته، ولسمشر ټرمپ حماس ته د راتلونکې یکشنبې تر مازدیګره وخت ورکړی و، څو د جګړې د پای ته رسولو په موخه دغه طرحه ومني.








