د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره اعلان کړی، چې که پر قطر وسلهوال برید وشي، واشنګټن به هغه د امریکا پر امنیت برید وګڼي او د اړتیا په صورت کې به د قطر د دفاع لپاره پوځي ګامونه پورته کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګام بللی. دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې تېره میاشت اسراییل د دوحې پر ښار هوايي برید وکړ او د حماس د مشرانو په نښه کولو سره یې په واشنګټن کې اندېښنې راوپارولې.








