ایراني رسنیو ویلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا پیل له امله تهران له المان، فرانسې او برېټانیا څخه خپل سفیران بېرته غوښتي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره د ځینو هېوادنو هڅې بریالۍ نه شوې او ایران بیا د نړۍوالو بندیزونو له ګواښ سره مخامخ دی. په امنیت شورا کې په دې تړاو ترتیب شوي پریکړه لیک کې له ۱۵ غړو هېوادونو یوازې ۴ هغو له ایران ملاتړ وکړ.








