د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر کتنې وروسته په تازه څرګندونو کې ویلي، باور لري چې ترکیه به له روسیې څخه د تیلو پېرل ودروي. اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا لپاره په متحده ایالاتو کې دی. ترمپ تردې مخکې له ترکیې څخه غوښتي وو چې له روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي. ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي چې روسیه د تیلو په پیسو د اوکراین جګړه تمویلوي او که چیرې هیوادونه له مسکو څخه د تیلو اخیستل ودروي، روسیه به ونشي کولی چې جګړې ته دوام ورکړي.








