د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني او په غزه کې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي. اردوغان ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو اصلي هدف د نړۍوالې سولې او امنیت ساتل دي، خو د ده په خبره، په غزه کې له ۷۰۰ ورځو راهیسې نسلوژنه روانه ده او اوس هم د ملګرو ملتونو د غونډې ترڅنګ د غیرنظامیانو ډلهییزه وژنه دوام لري. اردوغان په خپلو خبرو کې ویلي، د غزې د قربانیانو شمېر له ۶۵زرو اوښتی او اسراییل له ۲۳ میاشتو راهیسې هر ساعت یو ماشوم وژني.








