رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د اسلامي هېوادونو له رهبرانو سره ګوري او د غزې په اړه ورسره خبرې وکړي. د راپور له مخې، له ټرمپ سره په کتنه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران هم شامل دي. په راپور کې همداراز راغلي چې په پام کې ده ډونالډ ټرمپ دغو مشرانو ته د سولې او له جګړې وروسته د غزې د دولت په اړه خپله طرحه هم وړاندې کړي.








