د ایران پوځ وايي، د وروستیو جګړو له تجربو وروسته یې خپل پوځي چلند له «دفاعي» څخه «یرغلیز» ته اړولی او پر ایران هر ډول برید به له بېړني او پراخ غبرګون سره مخ شي. الجزیرې د ایران د پوځ د ویاند محمد اکرمينیا له قوله راپور ورکړی چې تهران د وروستیو جګړو تجربې د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کارولې دي. نوموړي ویلي، دا بدلون د مخکیني برید معنا نه لري، خو ایران به د هر ډول برید په ځواب کې سمدستي او تر برید پراخ غبرګون وښيي. اکرمينیا زیاته کړې چې ایران زیانمن شوي پوځي تجهیزات رغولي، نوي سیسټمونه یې چمتو کړي او د هر احتمالي نوي اقدام پر وړاندې د پخوا په پرتله د سخت او دروند ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.








