د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی. نوموړی د سوریې لومړی ولسمشر دی، چې له نږدې شپږ لسیزو راپدیخوا وروسته به د ملګرو ملتونو په غونډه کې راڅرګند شي. د راپور له مخې، ټاکل شوې احمد الشرع به د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ په اتیایمه غونډه کې چې سبا پیلیږي، وینا وکړي.








