د راپورونو له مخې بریتانیا، اسټرالیا او کاناډا د دولت په توګه فلسطین په رسمیت پېژندلی، داسې یو ګام چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د ۲ دولتونو د حل لارې د بیا راژوندي کولو هڅه ګڼل کېږي. الجزیرې راپور ورکړی، چې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي چې دا ګام په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکو ناورینونو پر وړاندې پورته شوی، څو سولې ټينګه او دوه دولتي حل لاره خوندي شي. هغه زیاته کړې چې دا حل لاره د دې مانا لري چې د اسرائیل ترڅنګ یو ثابت او خوندي فلسطینی دولت رامنځته شي او په اسرائیل او فلسطین کې عام وګړي حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي. دا پرېکړه داسې مهال شوی چې له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فلسطین د رسمیت پېژندلو پرېکړې په اعلانولو نړیواله ټولنه حیرانه کړه او ورپسې څو نورو هېوادونو لکه اسټرالیا، بلجیم، کاناډا او بریتانیا هم ترې ملاتړکړی دی.








