د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې نږدې ۳۶۸ میلیونه ډالره اضافي مالي مرسته به د یمن جمهوریت ته ورکړي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دا نوې مرسته د سعودي د پرمختیا او بیا رغونې پروګرام له لارې ورکول کېږي او موخه یې د یمن د دولت د بودیجې ملاتړ دی. سعودي عربستان ویلي، چې د یمن جمهوریت دا مهال له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا مرسته د یمن د خلکو لپاره ده او د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا د مشر ډاکټر رشاد محمد العلیمي د غوښتنې په ځواب کې ورکول کېږي.








