د هند بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تازه دفاعي تړون په اړه ویلي، هیله لري چې ریاض به د هند او سعودي د متقابلو ګټو او حساسیتونو درناوی وکړي. تېره اونۍ سعودي عربستان او پاکستان د متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر یو هېواد برید د بل پر ضد ګڼل کېږي. پاکستان دا تړون تاریخي بللی او سعودي چارواکو ټینګار کړی چې له هند سره هم ژورې اړیکې لري. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دا تړون د سیمې په ستراتیژیکه معادله کې د بدلون نښه ده او ښایي د امریکا پر امنیتي باورونو اغېز وکړي.








