د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویي، چې قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا ۴۰ زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي. قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.








