د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې تر اوسه یې ۱۱۱ لارۍ مرستې کونړ او ۱۷ نورې لارۍ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ ته استولې دي. په دغو مرستو کې درمل، خوراکي توکي، خیمې، البسه او نور لومړني توکي شامل دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، دغو مرستو یې ډېری اړتیاوې پوره کړې دي، خو د راتلونکي ژمي لپاره د سرپناه نشتوالي ته اندېښمن دي. د کونړ د عامې روغتیا مرستیال شفیعالله احمدزی وايي، د درملو په برخه کې لا هم جدي اړتیا شته او له متحده عربي اماراتو یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. د وروستۍ زلزلې له امله په کونړ او د ننګرهار په ځینو سیمو کې لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپیان او بېکوره پاتې دي.








