د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې هند، ایران، چین او قرغیزستان له افغان حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار کړی. د هند او ایران استازو ویلي، چې پر افغان حکومت د فشار تګلارې مثبتې پایلې نه لري او نړۍواله ټولنه د تعامل پرته بله لاره نه لري. په دې غونډه کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایو خپله وروستۍ وینا کې د موزایک طرحه د نړۍوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د تعامل لپاره یوازینی څو اړخیز جوړښت بللی او ویلي یې دي، چې دغه طرحه د هغو مسایلو د حل لپاره یوه سیاسي لار ده چې له نړۍوال نظام سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو مخه نیسي.








