مالیې وزارت ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه او د ټرانزیټ په کچه کې ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی راغلی. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په دلیل، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د صادراتو او د هېواد له ګمرکونو بهر ته ټرانزیټ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېر ۱۴۰۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۳ زره او ۱۱۵ محمولې صادرات شوي، خو د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۸ زره او ۹۲۸ محمولې صادرات شوي چې په دې اساس، د تېر کال په پرتله ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.








