د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره یې د کتنې پرمهال ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي. نوموړي دغه ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلې دي. د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څلور مېلیارد ډالرو اوړي.








