ټاکل شوې چې د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن امريکا ته ولاړ شي او هلته د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اسراييل د وروستي بريد په اړه خبرې وکړي. قطري چارواکو ويلي چې د اسراييلو وروستی بريد به بې ځوابه پاتې نه شي او دوی به د خپلو وژل شويو وګړو د حق پوښتنه کوي. محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له سي اېن اېن ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دا بريد د اسراییلي برمته شويو د خلاصون لپاره ټولې هيلې له منځه يووړې.








