د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې په دوو جلا پېښو کې څلور کسان د هلمند سیند په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د یادو کسانو جسدونه پرون ناوخته موندل شوي دي. په یوه پېښه کې یو کس د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې سیند ته لوېدلی او ډوب شوی دی. په بله پېښه کې د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې درې کسان ډوب شوي چې دوه یې وروڼه او کمعمره تنکي ځوانان وو.








