په امریکا کې سیاسي او رسنیز فعال او د ډونالډ ټرمپ ملاتړی چارلي کرک د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د وینا پرمهال په ډزو ووژل شوی دی. د امریکا ولسمشمر ډونالډ ټرمپ د محافظهکاره چارلي کرک د وژنې په ویر کې امر کړی چې په فدرالي ادارو کې دې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي. ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د کرک پر وژل کېدو د خواشينۍ ترڅنګ دا «د امریکا لپاره یوه توره شېبه» بللې ده. ۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو. ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه.








