پولنډ هغه ۱۹ روسۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتي، چې د دغه هېواد فضایي حریم ته ننوتلې وې. د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي چې د ناټو د تړون څلورمه ماده یې فعاله کړې، چې له مخې یې د ناټو غړي کولی شي له خپلو متحدینو مشورې وغواړي. روسي خبري اژانس ریا د یوه روسي ډپلومات په حواله خبر ورکړی چې د پولنډ تورونه بېاساسه دي او هیڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی چې ویشتل شوې بېپيلوټه الوتکې روسۍ وې. د اروپايي ټولنې لوړپوړې چارواکې کایا کالاس ویلي، چې د پولنډ حریم ته د روسۍ بېپيلوټه الوتکو ننوتل قصدي وو.








