د نپال صدراعظم کېپي شرما اولي د ډېرو لاریونونو په پایله کې استعفا ورکړې ده. اولي په استعفا لیک کې ویلي چې د ستونزې د حل او سیاسي لارې چارې د اسانتیا لپاره ګام پورته کوي. سرچینې وایي چې اولي پلان لري په دوبۍ کې پناه واخلي. په نیپال کې لاریونونه د دویمې ورځې لپاره هم روان دي، سره له دې چې حکومت اعلان کړی و پر ټولنیزو رسنیو یې بندیز لرې کړی دی. لاریون کوونکو د اولي د لرې کولو او د حکومت د منحل کېدو غوښتنه کوله. په دغو په دغو لاریونونو کې پرون۲۰ تنه ووژل شول او له ۲۵۰ زیات ټپیان شول.








