د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د اروپايي ټولنې ځینې مشران به په جلا، جلا ډول نن اوسبا دوشنبه واشنګټن ته سفرونه وکړي. ټرمپ ویلي، د دغه سفرونو موخه د روسیې-اوکراین پر کړکېچ او د جګړې پر پای ته رسولو خبرې اترې دي. ټرمپ نیویارک ته له سفر څخه د ستنېدو پر مهال دا هم ویلي، چې ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.








