د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په څنډه کې یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره څلور ساعته کتنه لرله. پزشکیان له دې غونډې د راستنېدو پرمهال ویلي چې له پوتین سره په کتنه کې یې د سیمه ایزو، اقتصادي او علمي مسایلو په اړه خبرې کړې دي. پزشکیان همداراز زیاته کړې چې د چین او ترکیې له ولسمشرانو سره په کتنو کې یې خورا مهمې او حیاتي ستراتیژیکې پرېکړې وکړې خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.








