د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې ۱۷ تنه وژل شوې او ۳۶ نور ټپيان شوي دي. چارواکي وایي چې چاودنه د ملتپال مشر سردار عطا الله منګل د تلین د مراسمو پرمهال شوې ده. پاکستاني پولیسو ویلي، چې بم د موټرو په پارکینګ کې هغه وخت وچاودید چې خلک له غونډې څخه وتل. د سرچینو په وینا، په دې مراسمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د بلوڅ ملي ګوند مشر اختر منګل هم ګډون درلود، خو دواړه له برید څخه روغ وتلي دي. تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.








