د پاکستان د اقلیم بدلون فدرالي وزیر پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله په ټول پاکستان کې نږدې ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي او تر ټولو ډېر د دغه هېواد بې وزله وګړي ځپل شوي دي. سرچینې ویلي، چې په دغو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په عاجله توګه مرستو ته اړتیا لري.








