د راپورونو له مخې د پاکستان د پنجاب ایالت ډېرې برخې د ستلج، راوي او چناب سېندونو د اوبو د لوړېدو له امله ډوبې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغو سېلابونو تر اوسه لږترلږه ۱۵ کسان مړه او تر ۶۰۰زره ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د سختو بارانونو او د هند له بندونو نه د اوبو خوشې کېدو له امله راوتلي سېلابونه لا هم سوېلي پنجاب ته ستر ګواښ دی. د چارواکو په خبره تر اوسه پورې له ۱۵۰زرو ډېر خلک او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.








