د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په یمن کې د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او څه باندې ۱۰۰ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. سرچینې ویلي، چې مرستندویه بنسټونو اغېزمنو ته د مرستو رسولو بهیر چټک کړی دی. د اوچا په خبره، په دې مرستو کې بېړنۍ کڅوړې، لنډمهاله سرپناه، خوراکي او روغتیايي توکي شامل دي. اوچا زیاته کړې چې یمن له جګړې او انساني ناورین سربېره اوس د طبیعی پېښو له بحران سره هم لاس او ګریوان دی.








