د امریکا د مینیسوټا ایالت چارواکو خبر ورکړی، چې یو وسله وال کس د مینیاپولیس په یوه کاتولیک ښوونځي کې پر زده کونکو ډزې کړې، چې په پایله کې یې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د ځایي چارواکو په خبره بریدګر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی. د اننسیېشن کاتولیک ښوونځی یوازې دوه ورځې مخکې پرانېستل شوی و. دغه ښوونځی له کاتولیک کلیسا سره تړلی دی او شاوخوا ۳۹۵ زدهکوونکي لري. د رېچفیلډ ښار پولیسو ویلي، د تورو جامو څښتن یو وسله وال له کلاشنکوف ډوله وسلې سره په سیمه کې لیدل شوی و. پولیسو د حمله کوونکي نوم نه دی خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي د قاتل انګېزه معلومه کړي.








