د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ د وزارت امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي او د پولیسو ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کوښښ وکړي تر څو د ولس اعتماد لا زیات شي. په دې غونډه کې د امنیتي موضوعاتو سربېره په کورنیو چارو وزارت کې د خلکو د ستونزو په هوارولو هم خبرې شوې دي.








