ایران سبا د سې شنبې په ورځ په سویس کې له المان، فرانسې او برېټانیا سره د ایران پر اټومي موضوع خبرې کوي. د راپورونو له مخې؛ د دغه خبرو اجنډا د ایران اټومي تاسیسات او پر دغه هېواد د لګول شویو بندیزونو لرې کول دي. تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د ایراني پلاوي مشري مجید تختروانچي کوي او د المان، فرانسې او برېټانیا له لوري به د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان ګډون ولري. دغه اژانس د سرچینو په حواله ویلي، چې تېره جمعه د درېیو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې د بهرنیو او امنیتي سیاستونو عالي استازو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.








