د اسراییلي رسنیو په وینا، د دغه هېواد د پوځ یو قومندان د غزې په سویل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوی دی. راپورونه وایي، «اوري ګیرلیک» نومی پوځي د اسراییلي پوځ اړوند د وسایلو د چاودنې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی، خو د پېښې څرنګوالی لا نه دی څرګند. د اسراییلي پوځ په وینا، د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي. له دې سره، په غزه کې د روانو عملیاتو پرمهال د اسراییلي پوځ د تلفاتو شمېر ۴۶۰ ته رسېدلی دی.








